د ایران فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې له امریکا سره د لومړي پړاو مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، د دویم پړاو د خبرو لپاره کوم پلان نشته.
د سرچینې په وینا، د اسلاماباد د خبرو پر مهال امریکايي لوری د جدي تعامل پر ځای د مذاکراتو له مېز څخه د وتلو لپاره د پلمې په لټه کې و.
سپاه پاسداران ته نږدې سرچینو دا هم ویلي چې د خبرو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ و او د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ۲۱ ساعته اوږدې خبرې پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلې او د راتلونکو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه لا هم ناڅرګندتیا موجوده ده.
تر اوسه د امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

