د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ شاوخوا ۲۱ ساعته اوږدې خبرې او ډیپلوماتیکې هڅې بېنتیجې پای ته رسېدلې دي.
د تسنیم، فارس او صدا و سیما په ګډون رسنیو ویلي، چې د امریکايي لوري زیاتو غوښتنو د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي هوکړې مخه نیولې ده.
د راپورونو له مخې، که څه هم مذاکرات اوږده او جدي وو، خو د اختلافاتو د حل لپاره کافي پرمختګ ونه شو.
تر دې دمه د ایران پلاوي په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

