شنبه, اپریل 11, 2026
Homeکورپاڼهاسماعیل بقایي:د ایران پوځ او ډیپلوماسي دواړه په بشپړ ډول چمتو دي

اسماعیل بقایي:د ایران پوځ او ډیپلوماسي دواړه په بشپړ ډول چمتو دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي چې د مذاکراتي پلاوي سره په اسلام اباد کې حضور لري، ویلي چې د هېواد پوځ او ډیپلوماټیکه اداره دواړه په بشپړ چمتووالي کې دي.

هغه ټینګار کړی: «د وسلوالو ځواکونو لاسونه پر ماشه دي او ډیپلوماسي هم هر څه له نږدې څاري، څو په وخت به مناسب ځواب ورکړل شي.»

نوموړي زیاته کړې چې ایران له پیل څخه ټینګار کړی چې اوربند باید بشپړ وي او هر ډول سرغړونه به په جدي توګه وڅارل شي.

د هغه په وینا، دوی له نږدې تماسونو کې دي څو معلومه کړي چې آیا د اوربند نقض کېږي که نه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here