د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس اسلاماباد ته د سولې مذاکراتو لپاره په داسې حال کې استول شوی چې دا ماموریت له لوړو خطرونو او محدودو سیاسي فشارونو سره مل دی.
راپور زیاتوي، ونس چې پخوا یې د منځني ختیځ په جګړو نیوکې کولې، اوس له هغو ایراني مذاکرهکوونکو سره مخ دی چې د هرمز تنګي د کنټرول او وروستیو بریدونو پر وړاندې د مقاومت له امله ځان په قوي دریځ کې ویني.
د ګارډین په وینا، د ونس اساسي دنده دا ده چې د یوه نازک اوربند او دایمي هوکړې ترمنځ واټن راکم کړي، خو هغه له سخت انتخاب سره مخ دی: یا به د اوربند د ساتلو لپاره مهم امتیازات ورکړي، او یا به د جګړې د بیا پیل خطر ومني.
راپور همدارنګه د لبنان د شاملولو پر سر اختلافاتو او د ایران له لوري د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو شرط ته اشاره کوي، او ټینګار کوي چې ایراني مذاکرهکوونکي د اوږدو او فرسایشي خبرو لپاره پېژندل کېږي.
ګارډین دا هم ویلي چې د دې مذاکراتو پایله به د ونس د سیاسي راتلونکي لپاره هم مهمه وي.

