د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له چارواکو سره د احتمالي سولې د تړون په اړه وویل: «زه ډېر خوشبین یم چې دا تړون په لاس کې دی، خو که توافق ونه شي، پایلې به ډېرې دردناکې وي.»
ټرمپ زیاته کړه چې د ایران مشران په خبرو اترو کې ډېر توپیر لري له هغه څه چې رسنیو ته یې څرګندوي.
هغه وویل: « د ایران مشران په غونډه کې ډېرې متفاوتې خبرې کوي؛ له هغه وخت نه چې د رسنیو سره خبرې کوي.»
هغه همداراز ټینګار وکړ چې ایران به په هغو ټولو مسایلو موافقه وکړي چې لازمي دي: «هغوی به له ټولو هغو مواردو سره موافقه وکړي چې باید یې وکړي. په یاد ولرئ، دوی مات شوي دي. هیڅ پوځي ځواک نه لري.»

