د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، هېواد یې چمتو دی له لبنان سره ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.
په خبرپاڼه کې د نتنیاهو له قوله ویل شوي، دا پرېکړه د لبنان لهخوا د پرلهپسې غوښتنو وروسته شوې او مذاکرات به د حزبالله د بېوسلې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولهییزو اړیکو پر ټینګښت راڅرخي.
هغه همداراز د لبنان د لومړي وزیر وروستۍ غوښتنه مهمه بللې چې پکې د بیروت د بېوسلې کولو خبره شوې، او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مثبت ګام ګڼلی دی.

