د بریټانیا حکومت اعلان وکړ چې وروسته له بیاکتنې، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو «تریپلز» سلګونه غړي اوس په دې هېواد کې د استوګنې وړ دي.
د بریټانیا وزیرانو ویلي، چې د ۸۸۴ دوسیو پرېکړې بدلې شوې دي او پخوانۍ رد شوې پرېکړې هم لغوه شوې دي.
د اعلان له مخې، دا افراد اوس د افغانانو د استوګنې او مرستې پروګرام له لارې په بریټانیا کې پاتې کېدای شي.
یاد پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې د هغو کسانو د ملاتړ لپاره جوړ شوی و چې د بریټانوي ځواکونو سره د همکاریو له امله د طالبانو له واکمنۍ وروسته ژوند یې په خطر کې و.
همدا رنګه، د بریټانیا د وسلهوالو ځواکونو وزیر لوک پلارد، هم ویلي، چې د حکومت اسناد ښيي چې پخوا دغو افغان سرتیرو ته مستقیماً پیسې ورکړل شوې دي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دوسیو بیاکتنه ځنډېدلې، خو حکومت خپله ژمنه د دې ځواکونو د ملاتړ لپاره عملي کوي.

