جمعه, مارچ 27, 2026
Homeافغانستانهالنډ ؛څانګه صدیقي د D66 ګوند د رهبرۍ شورا غړیتوب ته لاره...

هالنډ ؛څانګه صدیقي د D66 ګوند د رهبرۍ شورا غړیتوب ته لاره موندلې

څانګه صدیقي، د هالنډ د ډیموکرات D66 ګوند د رهبرۍ شورا سیاسي غړیتوب د زوترمیر په ښار کې ترلاسه کړی دی.

اغلې صدیقي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د سیاست او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د فعال رول د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

په وروستیو کلونو کې، ګڼ شمېر افغان وګړي چې په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت دي، په ځانګړې توګه ښځې، توانېدلي چې د دغو هېوادونو سیاسي جوړښتونو ته لاره ومومي.

تر دې وړاندې، هوسي اندړ چې په جرمني کې مېشته افغانه ده، د دې هېواد د فرانکفورت ښار د ښاروالۍ شورا غړیتوب ترلاسه کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here