پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانقطر:د امریکایي وګړي خوشې کېدل د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو...

قطر:د امریکایي وګړي خوشې کېدل د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو حکومت مثبت پیغام دی

د قطر دولت د طالبانو حکومت له‌خوا د امریکایي وګړي ډینس کویل خوشې کېدل د نړیوالې ټولنې پر وړاندې یو مهم او مثبت ګام بللی دی.

قطر په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد د بشري هڅو په چوکاټ کې د دې بهیر برخه پاتې شوی او د یاد کس د خوشې کېدو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې دا اقدام د افغانستان له لوري د حسن نیت څرګندونه ده.

دوحې همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو د شخړو حل، سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت پیاوړی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here