د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، امریکا په خپلو جګړهییزو موخو کې پاتې راغلې او ونه توانېده چې خپلې ستراتیژیکې طرحې عملي کړي.
عراقچي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې واشنګټن نه یوازې چټکه بریا ترلاسه نه کړه، بلکې د نظام بدلون هڅه یې هم ناکامه شوه.
هغه د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له امریکا واټن وساتي او د هغې پر سیاستونو تکیه ونه کړي.
نوموړي ادعا کړې چې ایران نړۍ ته وښوده چې د دې هېواد امنیت له ګواښ سره نه شي مخ کېدای، او هر هغه ځواک چې د ایران پر ضد اقدام وکړي، له سختو پایلو سره به مخ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې که هر څوک د امریکا ترڅنګ د ایران پر ضد اقدام وکړي، تهران به یې مشروع هدف وبولي او پر وړاندې به یې غبرګون وښيي.
هغه همداراز وویل چې د هرمز تنګي به یوازې د هغو هېوادونو پر وړاندې محدود شي چې د ایران پر ضد دښمنانه چلند کوي.

