د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخیل وایي، افغانان دا مهال د یو «کاذب پراډوکس» او درېګوني فشار تر منځ راګیر دي، چې پکې طالبان، د ده په وینا «د منافقت جبهې» او د اسلاماباد اړوند پروژوي ناستې شاملې دي.
ښاغلي میاخیل ویلي، هغه پیغامونه چې د اختر په مناسبت او همدارنګه په کابل کې د معتادینو پر مرکز د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته خپاره شوي، داسې ښکاري لکه له یوې منبع لیکل شوي وي، خو په حقیقت کې د یوې سکې دوه مخونه دي چې د پاکستان نوم له یادولو ډډه کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د «خبیثه مثلث» په دریو ضلعو کې بند دی او نه شي کولی ځان د طالبانو، سیاسي منافقت او سیمهییزو دسیسو څخه خلاص کړي.
د هغه په خبره، یو شمېر نور سیاسي لوبغاړي هم په «خیالي تحلیلونو» بوخت دي او فکر کوي چې نړیوال قدرتونه د دوی پر مشورو حرکت کوي.
میاخیل خبرداری ورکړی چې همدا وضعیت د افغانستان د سیاسي حل، مشروع نظام او نړیوال تعامل مخه نیولې او هېواد یې د تېرو پنځوسو کلونو تر ټولو سختې انزوا ته ټېل وهلی دی.
هغه زیاته کړې چې اوسنۍ انزوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له دورې هم بدتره ده.

