د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې له امریکا سره د هر ډول مستقیمو خبرو راپورونه حقیقت نه لري.
بقایي په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا له ډیپلوماسۍ سره د ایران پخوانۍ تجربه فاجعهباره وه او د اټومي خبرو پر مهال هم ایران څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلی و، چې دا د خبرو پر بهیر د بېباورۍ لامل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ایران دا مهال د خپلو پولو او ملي امنیت ساتنې ته لومړیتوب ورکوي او له واشنګټن سره د خبرو په اړه خپرېدونکې ادعاوې ناسمې دي.
د هغه په وینا، ځينو هېوادونو لکه پاکستان د منځګړیتوب وړاندیز کړی، خو وضعیت لا هم حساس او پېچلی بلل کېږي.
بقایي ټینګار کړی چې ایران به د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ځان دفاع ته دوام ورکړي.

