د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم، د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زدهکړه د بندیز او د ښځو پر کار محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت به هېواد له لا زیات ضعف او ناتوانۍ سره مخ کړي.
کرزي ویلي، د نجونو له تعلیمه محرومول نه یوازې د ټولنې بنسټونه زیانمنوي، بلکې د افغانستان د ثبات او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې یو جدي خنډ هم دی.
د هغه په وینا، د دې حالت دوام به داسې زیانونه واړوي چې جبران به یې ناشونی وي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د پرمختګ، ځان بسیاینې او باعزته ژوند لپاره د ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو تعلیم حیاتي ارزښت لري او باید ورته برابر لاسرسی تضمین شي.
هغه پر حاکمو واکدارانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار او فعال ګډون زمینه برابره شي.
کرزي همداراز د نوي تعلیمي کال د پیل هرکلی کړی او له زدهکوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.

