چهارشنبه, مارچ 25, 2026
Homeکورپاڼهاسترالیا؛د ايراني ویزه لرونکو کسانو پر داخلېدو موقتي بنديز ولګاوه

استرالیا؛د ايراني ویزه لرونکو کسانو پر داخلېدو موقتي بنديز ولګاوه

استرالیا اعلان کړی چې په موقتي ډول به د هغو ايراني اتباعو د داخلېدو مخه ونيسي چې ویزه لري خو دا مهال له دغه هېواده بهر دي.

د استرالیا چارواکو ويلي، د دې پرېکړې اصلي لامل دا اندېښنه ده چې ښايي ځينې هغه کسان چې موقتي ویزې لري، د ایران د جګړې له امله د خپلې ویزې له پای ته رسېدو وروسته ونه شي کولای بېرته له استرالیا ووځي يا د وتلو اراده ونه لري.

چارواکو زياته کړې چې دا محدوديت موقتي دی او د سيمې د روان امنيتي حالت له امله لګول شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here