د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ ځايي چارواکو ویلي چې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې درې تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال شیر محمد وحدت ویلي، دا پېښه پرون ناوخته د سنګین ولسوالۍ د امانالله کاریز په سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده، او ټپیان هم د سنګین ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

