د پخواني جمهوري نظام د ملي دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي، پاکستان په دوامداره توګه هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ اختلافات ژور کړي او هغوی یو د بل پر وړاندې ودروي.
نوموړي ویلي، چې د کابل له وروستیو بمباریو وروسته لا هم ځینې په نامه مدني او سیاسي فعالان د پاکستان د اجنډا د پلي کولو هڅه کوي، چې دا چاره د هېواد د ثبات پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.
هغه ټینګار کړی، هغه کسان چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په اشاره فعالیت کوي، په حقیقت کې د افغان ولس له دردونو سره خیانت کوي.
د ښاغلي میاخیل په خبره، د طالبانو حکومت ځینې حلقې او دغه ډول فعالان «د یوې سکې دوه مخونه» دي.

