ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په څو سیمو کې د امریکا او اسراییل د بریدونو په دوام کې د ګاز او برېښنا اړوند تاسیسات په نښه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په اصفهان کې د ګاز ادارې ودانۍ او د ګازو یو مرکز زیانمن شوی او شاوخوا کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
همداراز ویل شوي چې په خرمشهر کې د برېښناکوټ د ګاز نللیکه هم تر برید لاندې راغلې ده.
د خرمشهر د سیمهییزو چارواکو په وینا، یو توغندی د ګاز سټېشن له اصلي ساحې بهر لګېدلی او د پېښې له امله مرګژوبله نه ده رامنځته شوې.
دا راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د درولو امر یې کړی دی.

