د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو پر دوام اندېښنه ښودلې او له مسوولینو یې د دغو بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي امرخېل ویلي چې د نجونو د زدهکړو د بندېدو له امله هېواد ته لوی زیان اوښتی او زیاته کړې یې ده چې هېڅ پروژه او پروګرام نه شي کولای دا تاوان جبران کړي.
د هغه په وینا، افغانستان به تر هغه وخته د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیالي ونه شي کړای، څو چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي.
نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتي چې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي، څو نجونې وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.

