د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ډونالډ ټرمپ د هغه پیغام په اړه غبرګون ښودلی چې پکې یې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د احتمالي برید د ځنډولو یادونه کړې وه.
نتانیاهو ویلي چې د ایران نظام اوس د سقوط پر لور روان دی او د ده په وینا، اوسنی وضعیت د ایران د حکومت لپاره له پخوا ډېر سخت شوی دی.
د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړې چې دوی هڅه کوي اسراییل داسې ځای ته ورسوي چې تر دې مخکې هېڅکله نه و رسېدلی.
نوموړي ویلي:«موږ هڅه کوو اسراییل داسې کچې ته ورسوو چې مخکې هېڅکله نه و، او ایران داسې حالت ته ورسوو چې مخکې هېڅکله نه و رسېدلې؛ هغوی ښکته دي او موږ پورته یو.»

