د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې د سرو زرو بیه په چټک ډول راټیټه شوې او یوازې په یوه ورځ کې شاوخوا ۶ سلنه کموالی ثبت شوی دی.
اوس د یو اونس سرو زرو بیه تر ۴۲۰۰ ډالرو پورې راټیټه شوې، چې دا د تېرو څو میاشتو تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
اقتصادي شنونکي وایي، د بانکي سود کچې لوړوالی او د پانګوالو له لوري د خطر کمولو هڅې د دې لامل شوي چې له سرو زرو پانګه ووځي او نورو سکتورونو ته ولاړه شي.
همداراز، د نړیوالو اسعارو ثبات هم د سرو زرو پر بازار اغېز کړی دی.
دغه بدلون یوازې نړیوالو بازارونو پورې محدود نه دی، بلکې په افغانستان کې هم د سرو زرو بیې ښکته شوې دي.
د کابل په بازارونو کې د یو ګرام سرو زرو بیه په سلګونو افغانیو راکمه شوې، چې د خلکو د پېرلو توان یې یو څه زیات کړی دی.

