د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمتالله نبیل، ویلي، د طالبانو حکومت لهخوا د مکتبونو بندول یوازې د زدهکړې دروازې نه بلکې د افغانستان د راتلونکي دروازې هم تړلي دي.
هغه ټینګار کړی چې دغه اقدام یوازې سیاسي یا مذهبي پرېکړه نه ده، بلکې د هېواد د سرنوشت سره ښکاره مخالفت دی.
نبیل ویلي: «کله چې جهل تقدس شي، تیاره حاکمېږي. طالبان هغه طاغوت دی چې افغانستان یې له رڼا څخه تیارو ته ورکاږلی، خو هیڅ تیاره تلپاتې نه ده؛ رڼا به خپله لار ومومي.»
افغانان د دې بندیز پر وړاندې د زدهکړې د حق د ملاتړ غږ پورته کوي او هیله لري چې د تعلیم دروازې ژر بیرته پرانستل شي.

