له ایران څخه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په دوام، د سیمې یو شمېر هېوادونو
نن سهار د خپلو دفاعي سیستمونو د فعالېدو او د بریدونو د شنډولو خبر ورکړی دی.
د متحده عربي اماراتو د بحرانونو د مدیریت ملي ادارې اعلان کړی چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي او له خلکو یې غوښتي چې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
د دغه هېواد د دفاع وزارت هم ویلي چې څو توغندي او ډرونونه یې شنډ کړي، خو په شارجه کې د یو هندي وګړي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی چې د توغندي د ټوټو له امله ژوبل شوی دی.
په سعودي عربستان کې د دفاع وزارت ویلي، دوه بالستیک توغندي د ریاض پر لور توغول شوي وو چې یو یې شنډ شوی او بل په تشه سیمه کې لګېدلی دی.
د دې وزارت ویاند ترکي المالکي هم ویلي چې د هېواد په شمالي پولو کې یو بېپیلوټه الوتکه له منځه وړل شوې ده.
همداراز، د کویټ پوځ اعلان کړی چې لا هم د هوايي ګواښونو پر وړاندې د توغندیو او ډرونونو د شنډولو عملیات روان دي.
بل خوا په اسرائیل کې پوځ ویلي چې د هېواد په شمال، منځ او لویدیځو سیمو کې یې څو توغندي شنډ کړي دي.
د اسرائیلي چارواکو په وینا، یو توغندی چې خوشهيي سرګلوله یې لرله، د هېواد په مرکزي برخه کې لګېدلی خو ځاني زیان یې نه دی اړولی، او بل توغندی ښايي د لبنان خاورې ته اوښتی وي.

