دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ټوله نړۍ کې دې امریکایي اتباع ډېر...

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ټوله نړۍ کې دې امریکایي اتباع ډېر احتیاط وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په کچه د خپلو اتباعو لپاره نړیوال خبرداری خپور کړی او له امریکایانو یې غوښتي چې په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې ډېر احتیاط وکړي.

د یاد وزارت د قونسلګرۍ چارو څانګې ویلي چې د سیمې د کړکېچ له امله ښايي په ځینو هېوادونو کې هوايي حریم لنډ مهاله وتړل شي او د سفرونو په بهیر کې هم جدي ګډوډي رامنځته شي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د امریکا ډیپلوماتیک تاسیسات، حتی له منځني ختیځ څخه بهر هم، مخکې هدف ګرځېدلي دي او د ایران ملاتړي ډلې ښايي د امریکا اړوند نور ځایونه او ګټې هم په نړۍ کې په نښه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here