د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان ویلي چې د خلیج هېوادونو لخوا تهران ته وروستی خبرداری ورکړل شوی او ویل شوي که د ایران بریدونه دوام وکړي، ښايي اړ شي چې متقابل اقدام وکړي.
د «میدلایست آی» د راپور له مخې، په ریاض کې په یوې سیمهییزې غونډه کې فیدان ویلي، د خلیج هېوادونه پوښتنه کوي چې ولې ایران دوی په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړې، دغه هېوادونه ټینګار کوي چې د روانې جګړې په پیل کې یې هیڅ رول نه درلود او دا موضوع د دوی لپاره جلا قضیه ده.
فیدان څرګنده کړې چې د سیمې هېوادونه باور لري، بریدونه پر دوی ناعادلانه دي او باید د ایران اقداماتو ته ځواب ورکړل شي.
همداراز ویل شوي، ایران یوازې پوځي مرکزونه نه، بلکې غیر پوځي بنسټونه او اقتصادي اهداف هم په نښه کړي، چې دا عمل قصدي ګڼل کېږي.

