د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګي تګ راتګ «په بشپړه او بې له ګواښه» بېرته عادي نه کړي، امریکا به د ایران مهمې برېښنايي او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.
ټرمپ په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د احتمالي پوځي اقدام په صورت کې به بریدونه د ایران له «تر ټولو لویې برېښنا فابریکې» پیل شي او وروسته به نورې ستراتیژیکې سرچینې هم هدف وګرځي.
هغه زیاته کړې چې د نړیوالو سمندري لارو امنیت د امریکا لپاره حیاتي ارزښت لري او واشنګټن به د هر هغه اقدام پر وړاندې جدي غبرګون وښيي چې نړیوال تجارت او د انرژۍ انتقال له ګواښ سره مخ کړي.

