د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره لیدنه کړې او د کوچني اختر مبارکي یې ورته ویلې ده.
د راپور له مخې، په دې کتنه کې د وروستیو پېښو په اړه د خواشینۍ څرګندونه شوې او د افغانانو تر منځ پر یووالي ټینګار شوی دی.

همداراز دواړو لورو د ملي حاکمیت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اړتیا هم خبرې کړې دي.

