د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د څرخي پله زندان له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړې ده.
د نوموړي د دفتر په وینا، حنفي د زندان د مختلفو بلاکونو له ليدو وروسته د بنديانو د حالت ارزونه هم کړې او له يو شمېر بنديانو سره يې مخامخ خبرې کړې دي.
هغه د بنديانو ستونزې او وړانديزونه اورېدلي او هغوی ته يې سپارښتنه کړې چې له خوشې کېدو وروسته د ټولنې د ګټورو غړو په توګه ژوند ته دوام ورکړي او زده کړې او کسبونه زده کړي.
د خبر له مخې، حنفي د زندان له مسؤلينو غوښتي چې د اصولو په چوکاټ کې د بنديانو وضعيت ته رسېدنه وکړي او د هغوی حقونه په پام کې ونيسي.
وروسته د څرخي پله زندان مسؤلينو د عمومي حالت، شته خدمتونو او موجودو ستونزو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

