د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ټلیفوني خبرو کې له دې هېواده غوښتي چې له امریکا او اسراییل سره په پوځي او رسنیزو برخو کې له هر ډول همکارۍ ډډه وکړي.
هغه همداراز ویلي چې برېتانیا باید ترهګریزو شبکو (امریکا او اسراییل) ته د فعالیت زمینه برابره نه کړي.
عراقچي د برېتانیا له لوري امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه هم نیوکه کړې او ویلي چې دا کارونه به د ده په وینا د تجاوز په برخه کې ګډون وبلل شي او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به ثبت شي.
هغه زیاته کړې چې ایران د خپل حاکمیت او خپلواکۍ د دفاع حق لري.
نوموړي د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم ویلي چې د حالاتو د عادي کېدو یوازینۍ لاره د بریدونو درول دي او ټینګار یې کړی چې د جګړې درول باید له داسې ضمانتونو سره وي چې د ورته بریدونو د بیا تکرار مخه ونیول شي.

