د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي په نوم یو ټیلیګرام چینل د هغه لهخوا منسوب یو پیغام خپور کړی چې پکې د ایران د اطلاعاتو د وزیر اسماعیل خطیب د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودل شوی دی.
په دغه پیغام کې ویل شوي: «باید امنیت له کورنیو او بهرنیو دښمنانو واخیستل شي.»
دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي، چې له هغه وروسته چې مجتبی خامنهيي د ایران د نوي مشر په توګه معرفي شوی، تر اوسه د هغه هېڅ رښتینی انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې.
راپورونه وایي چې د نوموړي د عامه راڅرګندېدو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې شته.

