والسټریټ ژورنال ویلي، چې امریکا د متحده عربي اماراتو لپاره شاوخوا ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړی دی.
ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د صادراتو د مقرراتو له مخې، د دغو معاملاتو د عامه اعلان کولو اړتیا نه وه.
د راپور له مخې، دغه اندازه د هغو وسلو د پلور سربېره ده چې د همدې ورځې په پیل کې د منځني ختیځ درېیو هېوادونو ته د څه باندې ۱۶.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت په رسمي ډول اعلان شوې وه.
د امریکايي چارواکو په وینا، هغه قراردادونه چې اعلان شوي نه دي، پکې د پاتریوت توغندیو پلور شامل دی چې ارزښت یې نږدې ۵.۶ میلیارد ډالر اټکل شوی، او همدارنګه د شینوک پوځي چورلکو پلور چې شاوخوا ۱.۳۲ میلیارد ډالر ارزښت لري.
د دغو سرچینو په وینا، دا معاملې ځکه په عامه توګه اعلان نه شوې چې دا د پخوانیو وسلو تړونونو د پراخېدو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

