د ایران د انقلاب د استهلال دفتر اعلان کړی چې د شوال میاشت هلال د پنجشنبې ورځې د ماښام پر مهال ونه لیدل شوه، او له همدې امله به د جمعې ورځ دیرشمه روژه او شنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
د اعلان له مخې، سبا جمعه د رمضان المبارک وروستۍ ورځ ده او د شنبې ورځ، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې سره برابره ده، د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده.
یاد دفتر ټینګار کړی چې د هلال نه لیدل کېدو له امله د اختر اعلان د شرعي اصولو پر بنسټ شوی او د ایران له خلکو یې غوښتي چې د رسمي اعلان له مخې خپل عبادات او اختر ولمانځي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د پنجشنې ورځ، او سعودي عربستان کې د جمعې ورځ اختر اعلان شوی.
افعانستان کې پنجشنبه اختر، سعودي عربستان کې جمعې ورځ اختر، ایران کې د شنبې ورځ اختر.

