د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي وایي، پاکستان د افغانستان له نظامي ځواک نه دومره وېره نه لري، بلکې اصلي اندېښنه یې د افغانانو له هغه تاریخي او ملي روایت څخه ده چې د نسلونو په اوږدو کې د بهرني مداخلې پر ضد انتقال شوی دی.
فضلي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې پاکستان ښه پوهېږي د افغانستان پخوانیذ هوايي، ځمکنی او استخباراتي ځواکونه کلونه وړاندې له منځه تللي او اوسنی نظامي توازن د پاکستان په ګټه دی، خو سره له دې بیا هم اسلامآباد د افغان ولس له فکري او تاریخي دریځ څخه اندېښمن دی.
د هغه په وینا، دا افغاني روایت چې د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر ضد ولاړ دی، د خلکو په منځ کې ژورې ریښې لري او له همدې امله پاکستان هڅه کوي دا ذهنیت کمزوری او کنټرول کړي.
فضلي ادعا کړې چې د همدې هدف لپاره د پاکستان اړوند «ځانګړو کړیو» په تېرو کلونو کې د مجاهدینو او وروسته د طالبانو د ځینو مشرانو غږونه چوپ کړي، څو د پاکستان ضد دریځونه مهار شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان لا هم هڅه کوي چې د افغانستان ځینې سیاسي څېرې، پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلامآباد ته راوبولي، څو د پاکستان پر ضد موجود روایت کمزوری کړي.
فضلي همدارنګه د ځینو سیاسي ډلو وروستیو اعلامیو ته په اشارې ویلي چې د کابل د وروستیو پېښو په اړه خپرو شویو اعلامیو کې د پاکستان نوم نه یادېدل، د همدې فشارونو او هڅو څرګندونه کوي.

