د هند د سینما وتلي لوبغاړي سونیل شټي په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتیايي مرکز د پاکستاني پوځ هوایي برید “ویجاړوونکی” بللی او د جګړو د درولو غوښتنه یې کړې ده.
هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «هغه څه چې په کابل کې پېښ شوي، ډېر دردناک او ویجاړوونکي دي. ټولې جګړې باید ودرېږي.»
نوموړي زیاته کړې چې هند د بشریت ترڅنګ ولاړ دی او ټینګار یې کړی چې سوله یوازینۍ لار ده، څو د بېګناه خلکو ژوند وژغورل شي.

