د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا پنجشنبه په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
دوی ویلي، چې د رؤیت هلال مرکزي هئيت د رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د رسمي اعلان له مخې سبا پنجشنبه د نېکمرغه کوچني اختر (شوال المکرم) لومړۍ ورځ ده.
د یادونې ده چې سعودي عربستان د جمعې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

