د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکو شخړو په اړه اندېښمن دی.
ټاس خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې روسیه د شخړو د ژر تر ژره کمولو ملاتړ کوي او باور لري چې دا کړکېچ باید د سیاسي خبرو او د تفاهم پر بنسټ حل شي.
هغه ویلي چې اصلي هدف یې د دښمنۍ د کمولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل لپاره د شرایطو برابرول دي.
کابلوف زیاته کړې چې روسیه چمتو ده د منځګړیتوب رول ولوبوي، خو یوازې هغه وخت چې دواړه خواوې په رسمي توګه په یو وخت کې دا غوښتنه وکړي.
هغه ویلي چې تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري کوم رسمي غوښتنلیک نه دی ترلاسه شوی.
ضمیر کابلوف همدارنګه څرګنده کړې چې نه غواړي د دواړو خواوو د موافقې پرته په یوه اړخیز ډول مداخله وکړي.

