ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتانني هریش ویلي چې د پاکستان پوځي ځواکونو په کابل کې د هوايي بریدونو پر مهال ملکي وګړي په نښه کړي او دا یې “قتل عام” بللی دی.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو منشور ښکاره نقض ګڼل کېږي او باید ژر تر ژره ودرول شي.
د هریش په وینا، په یادو بریدونو کې بېګناه خلک او هغه کسان هم زیانمن شوي چې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې مېشت وو.
د یادونې ده چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم کابل کې د روږدو پر روغتون بمبار وکړ چې په پایله کې تر څلور سوو زیات کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

