جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي چې که څه هم هغه له طالبانو سره مخالف دی، خو له خپل وطن، ولس او انسانیت سره هېڅکله مخالفت نه لري.
نوموړي په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتیايي مرکز د پاکستان د بمبار په کلکو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د طالبانو پر ضد نه، بلکې د افغانستان د ملت او د انسانیت پر ضد عمل دی.
سیاف زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د اسلامي ارزښتونو او انساني مروت خلاف دي، او هغه دا پېښه د یو مسلمان، افغان او انسان په توګه په کلکه غندي.
هغه همداراز د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که له ولس سره یووالی او تفاهم موجود وای، هېچا به د دې خاورې د بېاحترامۍ جرأت نه درلود.

