پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، چې په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان هوایي برید یو قتل عام دی.
نوموړي په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د روږدو مرکز کې د ناروغانو وژل د سختې غندنې وړ عمل دی او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د روغتونونو هدف ګرځول هر ځای کې جرم ګڼل کېږي او د نړیوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
افراسیاب خټک همداراز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه اوس د نسل وژنې لپاره پټ نوم ګرځېدلی او باید د نړیوالې ټولنې پام دې خوا ته واړول شي.

