د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال په ننګرهار او کابل کې پر یو روغتون د پاکستان له لوري د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او دا یې یو وحشیانه او د غندنې وړ عمل بللی دی.
نوموړي ویلي چې په دغو بریدونو کې لسګونه بېګناه ناروغان شهیدان شوي دي.
د هغه په وینا، پر ملکي سیمو او روغتیايي مرکزونو دا ډول بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د منل شویو نړیوالو قوانینو بربنډ نقض دی.
عمر زاخېلوال ټینګار کړی چې دا ډول د کرکې ډک او زورزیاتی بریدونه نه شي کولای د پاکستان د امنیتي ستونزو او ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي، بلکې برعکس به د سیمې لپاره د لا ژورو ناامنیو او تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شي.

