د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم له لوري ترسره شوي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
نوموړي ویلي چې پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې پر یوه ملکي روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې یې سلګونه بېګناه ناروغان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، دا ستر وحشت، ظلم او جبر په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.
مسلمیار زیاته کړې چې هغه د شهیدانو له کورنیو سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا کوي.
د ده په خبره، په جګړه کې د روغتونونو، ښوونځیو، عامه ځایونو او ملکي وګړو په نښه کول یو ستر جنایت او نه بښونکی جرم دی.
هغه ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د ټولو بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
مسلمیار پر نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو غږ کړی چې د دې برید جدي پلټنه وکړي او د پاکستان پوځي رژیم د نړیوالې محکمې پر وړاندې حساب ورکوونکی کړي.

