سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانمنظور پښتین پر کابل د پاکستان برید ته په غبرګون:د ملي مشورې...

منظور پښتین پر کابل د پاکستان برید ته په غبرګون:د ملي مشورې او قیام له لارې د ملت یووالی د دښمن په زیان تمامېدلی شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان هوايي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي دا برید یو لوی انساني جنایت بللی او ویلي یې دي چې پکې سلګونه بې‌ګناه ملکي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پښتین زیاته کړې چې د دې دردونکې پېښې پر وړاندې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ به د نړۍ هر ګوټ ته د قربانیانو غږ ورسوي.

هغه همداراز ویلي چې د پاکستان ځینې علماوو په هر دور کې د کابل د ورانولو فتوې ورکړې دي او اوس باید لږ تر لږه د بې‌ګناه وګړو او په روغتون کې د پرتو مریضانو له ټوټه ټوټه جسدونو څخه حیا وکړي.

پښتین ټینګار کړی چې په سیمه کې د استعماري قوتونو ظلمونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د ملي مشورې او ملي قیام له لارې د ملت یووالی کولی شي د خلکو په ګټه او د دښمن پر زیان تمام شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here