سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانایمل فیضي:سارا ادمز د پاکستاني پوځ د دریځونو د ملاتړ له امله...

ایمل فیضي:سارا ادمز د پاکستاني پوځ د دریځونو د ملاتړ له امله د پاکستان د لوړو دولتي مډالونو مستحقه ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ویاند ایمل فیضي د امريکا د مرکزي استخباراتو پر پخوانۍ مامورې سارا ادمز نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې هغه د پاکستان د پوځ له دریځونو سره سمې څرګندونې کوي.

ښاغلي فیضي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ده په باور، د پاکستان له لوري خپرېدونکي رسمي پیغامونه عموماً د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو ادارې له لوري چمتو او ارزول کېږي.

هغه په طنزي ډول ویلي چې سارا ادمز د پاکستاني پوځ د دریځونو د ملاتړ له امله آن د پاکستان د لوړو دولتي مډالونو مستحقه ده.

نوموړي دا هم زیاته کړې چې د ده په اند یادې مامورې خپل اعتبار ډېر پخوا د پاکستان د پوځ د دریځونو د ملاتړ لپاره قرباني کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here