سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانفضل محمود فضلي:پاکستان به د خپل بزدلانه بریدونو او بې پروا سیاست...

فضل محمود فضلي:پاکستان به د خپل بزدلانه بریدونو او بې پروا سیاست درنه بیه ورکړي

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، پر افغان خاوره د پاکستان روان ناقانونه، بزدلانه او وحشیانه هوايي بریدونه هېڅکله د ټي ټي پي پر ضد نه وو او نه هم دي، بلکې اصلي موخه یې د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې بې‌ثباته کول دي، څو اسلام‌اباد وکولای شي خپله ستراتیژیکه برلاسي وساتي.

ښاغلي فضلي ویلي: «حقیقت دا دی چې پاکستان هېڅکله تر خپل کنټرول لاندې سیمو‌ کې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې اقدام نه دی کړی، نو لا په افغانستان کې به یې څنګه وکړي؟!»

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د خپل بادار په ګټه دغه ډول خطرناکه لوبه پر مخ وړي، خو اوس چې د پاکستان ملاتړی په خلیج فارس کې له وارخطایۍ سره مخ شوی، نو امکان شته چې اسلام‌اباد د دې بې‌پروا سیاست درنه بیه ورکړي.

د هغه په وینا، افغانستان که څه هم د لسیزو جګړو او سختیو سره مخ شوی، خو د یوه ملت په توګه به تل پاتې وي، خو دا حقیقت د پاکستان لپاره صدق نکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here