د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د نن شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي چې د کابل ښار پر استوګنیزو سیمو او ملکي ځایونو، په ځانګړي ډول د معتادینو پر روغتیايي مرکز ترسره شول.
ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، یاد بریدونه چې د افغانستان د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، د ملکي خلکو د مرګژوبلې او مالي زیانونو سبب شوي دي.
نوموړي د پاکستان پر حاکمو پوځي چارواکو غږ کړی چې د دغو بریدونو دوام به هېڅکله هغوی خپلو موخو ته ونه رسوي، بلکې د سیمې وضعیت به نور هم خراب او د همدغه هېواد په زیان به تمام شي.
هغه ټینګار کړی، که پاکستان د خپل خیر او د سیمې د ثبات غوښتونکی وي، باید خپلې ناسمې تګلارې له سره وارزوي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو په چوکاټ کې تعامل وکړي.

