د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبتالله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.
په خپاره شوي پیغام کې نوموړي له مسلمانانو غوښتي چې د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه، لکه روژه، تراویح او نور نیک اعمال د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي او د تقوا، صبر او اخلاص لاره تعقیب کړي.
هغه د اختر په ورځ د سرسایې ادا کولو، له بېوزلو، کونډو او یتیمانو سره د مرستې او د خپلمنځي بخښنې او ورورولۍ ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وینا، مسلمانان باید د اختر په ورځ خپلمنځي کینې او بدبینۍ له منځه یوسي او یو بل ته د خوښۍ پیغام ورکړي.
شیخ هبتالله همداراز ویلي چې په افغانستان کې امنیت د الله تعالی یو لوی نعمت دی او له خلکو یې غوښتي چې د نظام د ثبات او پیاوړتیا لپاره یووالی وساتي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
نوموړي په خپل پیغام کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښه اړیکو غوښتنه هم کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو دیني ارزښتونو او باورونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
پیغام کې دا هم ویل شوي چې «اسلامي امارت» د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

