د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو حکومت د لوړپوړو غړو تازه نوملړ خپور کړی چې پکې ۲۲ تنه د سفر بندیز، د شتمنیو کنګل کېدو او د وسلو د تحریم له محدودیتونو سره مخ دي.
د خپاره شوي نوملړ له مخې، د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا مشر ملا محمد حسن اخوند، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د کرنې او مالدارۍ وزیر عبدالطیف منصور، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم، د لوړو زدهکړو پخوانی وزیر، عبدالباقي حقاني، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین قدرتالله جمال، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس نورالدین ترابي، د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی اخوند، د ښار جوړولو وزیر نجیبالله حقاني، د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د میدان وردګ والي خیرالله خیرخواه دي.
همداراز حمیدالله اخوند، عزیزالرحمان، ګل اغا اسحاقزی، مالک نوري او احمدضیا هم د طالبانو حکومت له غړو څخه دي چې د یادو بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.
د امنیت شورا د پرېکړې له مخې، یاد کسان یوازې د ځانګړې اجازې په صورت کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي، د هغوی شتمنۍ به هم کنګل کېږي او د وسلو د تحریم لاندې به وي.
دا بندیزونه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ پرېکړهلیک له مخې پلي شوي دي.

