د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پرمختللو توغندیو د ازموینې پر مهال امریکا او جنوبي کوریا ته خبرداری ورکړی چې د دوی نوې وسلې کولای شي تر ۴۲۰ کیلومتره واټن پورې هدفونه په نښه کړي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي د ۶۰۰ ملي متره کالیبر لرونکو څوګونو راکټ لانچرونو د ازموینې بهیر له نږدې څارلی دی.
ویل کېږي دغه وسلې د داسې پوځي سیستم برخه ده چې د اوږده واټن هدفونه په نښه کولای شي.
د راپور له مخې، دغه راکټونه په اصل کې د شاوخوا ۳۶۴ کیلومتره لرې هدف د ویشتلو لپاره طرحه شوي دي.
په راپور کې د شمالي کوریا د مشر له قوله ویل شوي چې هغه ځواکونه چې تر ۴۲۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، د اړتیا په صورت کې د تاکتیکي اټومي وسلو له سخت او ویجاړونکي ځواک سره مخ کېدای شي.

