د حرمني په هامبورګ ښار کې سلګونو افغانانو د پاکستان د پوځي بریدونو پر ضد لاریون کړی او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
لاریونوال وایي، هغه بریدونه چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال ترسره شوي، د بېګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.
دوی دا بریدونه غندلي او ویلي چې په داسې حساسو ورځو کې د ملکي خلکو په نښه کول د منلو وړ نه دي.
ګډونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان د دغو کړنو پر وړاندې روښانه او جدي دریځ خپل کړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
لاریونوالو همداراز ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره باید شخړې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

