د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې بېجېنګ هیله لري افغانستان او پاکستان خپلې روانې ترینګلتیاوې راکمې کړي او د زغم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د منځګړیتوب په هدف دواړو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.
د هغه په وینا، چین هڅه کوي چې کابل او اسلاماباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
لین جیان ټینګار کړی چې چین چمتو دی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د شخړو د کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ده په وینا، د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

