سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:ایران د اوربند لپاره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو موږ لا...

ډونالډ ټرمپ:ایران د اوربند لپاره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو موږ لا توافق ته چمتو نه یو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې ایران د اوربند او خبرو اترو غوښتنه کړې، خو دی لا هم چمتو نه دی چې له ایران سره کومه موافقه وکړي.

ټرمپ ویلي چې که څه هم د احتمالي تړون ټول شرطونه یې لا نه دي روښانه کړي، خو یو مهم شرط به دا وي چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له خپلې هیلې څخه لاس واخلي.

نوموړي همدارنګه د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه‌یي په اړه ویلي چې هغه باید د خپل هېواد لپاره یو هوښیار تصمیم ونیسي.

د ټرمپ په وینا، تر ټولو مناسب تصمیم به دا وي چې ایران تسلیم شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here